مجلات و کتب

دکتور محمد سعید سعید افغانی

17-04-2017
د شهوت د افراط او غلیان علاج


 
شک نشته چه در هر څه د پاره یو معینه مرتبه ده چه په هغه مرتبه کښې شی، ښه ښکاري او هغه مرتبې ته پوهان د اعتدال مرتبه وایي.  په دا مرتبه کښې افراطه او تفریط منفوریت عامه لري او خلک ورته  د منفوریت په نګاه ګوري او دا ځکه چې انسان امتزاج کې دعدالت ځنې کار اخستل شوی او د عناصرو امتزاج د انسان په حقیقت کې د عدالت مرتبه جوړه کړې.  نو ځکه پوهان د افراط مرتبه چې په کې شدت او هدت دی او د تفریطه مرتبه چې په کې نقص او ضعف دی، نه خوښوي او هرڅه ته پوه انسان د اعتدال په نظریه کې خپل میلان ښکاره کوي.
هو: خوراک او سکل، اغوستل،  مسکن، ازدواج او داسې نور نور د ژوندانه د استراحت شیان او خوښی دا ټول ځانته د اعتدال مراتب لري چې په هغه مرتبه کښې ښه ښکاري او افراط او زیات والی یې نقصان او مرض دی چې علاج یې ضرور اوپه کار دی.  همدا وجه ده چې پوهان د دی مرض د علاج د پاره تجربې کوي او په لاندی ډول سره د مرض اقسام و علاج ښیی:
 1 - که د شهوت افراط له امله د حرص په ماکولاتو او مشروباتو کې وي یعنې دا چه سړی له ډیره خونده اخستلو دښولذیذو خوراکونو او سکلو ځنې اخر داسې نیشه او پرکاله شي چه شپه او ورځ په همدې فکر کې وي چې د خولې د  مزې د پاره او د‏ څټ دغت والي له امله روا  وي او که ناروا څه پیدا کړي او همیش شراب او کباب د خلکو د وینو او غوښو ځنې ځان ته تیاره وي او د عاجز او غریب او د وطن او د خاورې غمه ورسره نه وي، خپل عزیز وخت کوم چې سړي په کې کولی شي چې د جامعې او ټولنې د خدمت د پاره کار وکړي.  په چټی استراحت تیروي او همیش یې آئینه په لاس کې د خپل رنګ او روغـن ننداره کوي. دا مرض واقعاً چه هرڅو مره د جامعې په افرادو کې سرائیت کوي هغومره د ترقي، تعالي او نهضت د پاره مضر تشخیص شوي نو ځکه پوهان وایي چې د دې مرض لرونکي خلک دې دعلاج د پاره دا نسخه یاده کړي چې ماکولاتو او مشروباتو په خباثت او رزالت کې دې فکر کوي چې آخر څه ترې جوړیږي او اعتماد په دې کې شته او که نه؟  دادې په فکر کې راولي چې که په داسې استراحت ځان عادي کړم آخر د دنیا وضعیت خو په یو قرار  نه دی، یو وخت به داسې راشي چه دا شیان به راته نه پیدا کیږي نو به هلته بیا چې زه په داسې نرم او ګرم سره عادي شوی یم را باندې د ژوندانه ساحه تنکه شي او بل ته محتاج او حیران یم او نن چې زه په  حل د عاجزو او غریبو خلکو ځنې بې پروا یم سبا که دا ورځ په ما او یا زما په شیرینو خواخوږو راشي، څه به کوو.
سړی باید دا فکر ته راولي آیا که وطن او جامعه تیته او پرکه شي او دا زما استراحت به راته پاتې شي او که نه او سړی یو وار دیته هم متوجه شي چې زه ولې دومره د هرڅه ځنې غافله یم او یو قسی القلب انسان را نه جوړ شوی نو به په دا تصور کې آخر دې مرحلې ته ورسیږي چې دا خو استراحت له کبله او په خوراک او سلګـو د حرص له امله را پیښه شوې  له بلې خوا سړی باید ځیر شي چې خلک د علم او فضل او د عزت او احترام خاوندان شول، دنیا نن مخ په آسمان روانه شوه د سیندونو مخه نیسي، غرونه سوري کوي د کلو کلو مزلونه په ډیره لږ موده او استراحت سره طی کوي. حس د جهانګیري د مقـتدرو خلکو په مغزو کې ننوتلې او زه یوازې د ځان په ماحول کې هیله بیله د خوند او شخوند غمه کوم. آیا انسانیت دا دی او که بل څه؟  نو که انسانیت دا وي د حیوان او د انسان په منځ کې فرق څه شو؟  له بلې خوا سړی باید دیني او مذهبي ارشادات او د نوابغو او ائمه ؤ د ژوندانه کار نامې دا ټول مطالعه او د عمل لاندې را ولي.
هو افراطه په الکهول  او شراب کې حکماء وایي چې د ډیرو امراضو سبب او علت کیږي.  دفارسي متل دی: « کم بخور همیشه بخور» حضرت رسول صلی الله علیه وسلم فرمایي: «ﮐﻟوا ﻓﻲ ﺒﻌض ﺒطﻨﮐمﺘصحوا» خوری په بعضې ګیډه کښې.  یعنې ټوله مه ډکوئ چې صحت مو کامل وي. په بل حدیث کې راغلي «البطنه رأس کل داء» ګیډه سر د هر مرض ده.
2 - که حرص د مني د شهوت له امله یعنې د ښو ښایسته ښځو له وجهې وي دا هم چې افراط ته ورسیږي زیات نواقص لري او سړی ځنې یو فاجر او فاسق سړی جوړیږي.  په نتیجه کې ضعف د بدن او فساد دعقل راولي او دا ځکه چې مني یو جوهر دی.  په انسان کي چی قوام د وجود په دی سره راځی تر داسی حده پوری  اطباء وایي چې د اندازه ځنې زیات مصرفول د شهوت نقصان د عمر هم کموالی راولي.  د یو حدیث شریف مضمون هم په دا ډول دی:                                                                                   
نوټ:
 مراد د نقصان د عمر ځنې مؤقت اجل دي. له بلۍ خوا ډیرداسې خلک شته کله چې د شهوت په حرص کې ولیدلې نو بالاخر ټول شته او موجودیت مال او پیسې ترینه د لاسه ځنې تلي دي. امام غزالي علیه رحمت فرمایي چې حرص په شهوت کې په مثل د ظالم حاکم دی چي باچا ورسره په خپل اختیار پریښي وي.  آخر دا ظالم حاکم د بدو استفادو له امله د رعیت  ټول مال او پیسی په غدراو رشوت سره ځانته جمع کړي  او خلک د فـقـر او عجزپه میدان کښینوي او دولت ټول مال او پیسې په غلطي او خیانت سره تس اونس کړي چې هیڅ نه د ملت او نه د حکومت په درد وخوري .
همدا رنګه که د شهوت قوت د عقل په حکومت سره مغلوب نشي د بدن ټول صالح مواد او اخلاط چه د خوراک ځنې پیدا شوی دي.  د حرص له امله بیځایه مصرفیږي او د بدن ټول اعضا د ضعف او کمزوری سره مخامخ کوي او که دعقل په حکم سره او د عدالت په قسم سره په مناسب د اندازې اقتصاد وکړي دامثال د هغه حاکم لري چې دخلکو سره د عدالت په لیاره روان وي او د مملکت په مصالحو کې سعیه او زحمت وګالي. د وطن ترقي او تعالي یې په خپل خیال او اراده او عمل کې وي او د وطن سرحدونه او بندرونه ښه ساتي. دا وه د امام غزالي ( رح) نظریه. نو سړی باید ښه پام وکړي او متوجه شي چې شهوت ترې د اندازې ځنې تجاوز ونکړي.  
دا چې ځنې خلک حلاله ښځه په کورکې لري او بیاهم د حرامو او نا رواو شهوت پسې هڅه کوي، ددې د پاره به خدای پاک خبر چې زما دا وینا تاثیر وکړي او که نه؟  لیکن زه خپل مسولیت پورته کوم، نو ځکه دا رنګه خلکو د پاره وایم چې حلاله ښځه په خپل کور په مثال د یو مهیا طعام دی.  لکه طعام چې ولږه دفع کوي همدا رنګه که یو سړی د حلالې ښځې استفاده کوي د شهوت د غلیان دفع پرې راځي.  که یو سړی په خپل کور کی طعام د کفاف په اندازی لري او بیا هم کور په کور ګدایي کوي نو دا  ډیره د حیرت او د کم عقلی خبره ده. په همدې قیاس سړی ویلی شي که څوک حلاله ښځه په کور کې لري او حرامو پسې سیعه کوي غټه لویه ګناه او رزالت  دی.  ما د یو پوه تجربه لرونکي سړي ځنې اوریدلي چې داسې خلک مې لیدلي دي د بل چا د ناموس پسې کرځي بیا چې تحقیق وشي دده د ناموس پسې نور ګرځي.
د بلې خوا حکماء  وایي چې په زنا سره اکثرآ امراض پیدا کیږي.
هو په حدیث  شریف کې داهم راغلي چې د زنا په سبب سره د عمر او رزق ځنې برکت ځي.
په زبور شریف کې لیکل شوي چې ډیره بلا په زاني را مسلطه کیږي چې د رزق برکت ترې محوه کیږي. د شهوت په حرص کې آخر سړی دې مرتبې ته رسیږي چې له هر څومره د ډیرو ښځو سره وصل شي او فرضاً چیرته کومه یوه ترې پاتې وي دا خیال کوي چې په دې کې به یو لذت وي چې په نورو کې به نوي او دا خیال د سړی یوغټ جهالت دی. که سړی وکړی شي چې په اعتدال سره د شهوت ځنې کار واخلي نو به د دې مخکینو مفاسدو ځنې په حفظ کې پاتې شي.
اوس به راشو دیته چې عشق په دوه قسمه دی:                                                                                                      
یو بهیمی یعنې حیواني عشق.  دا عشق عبارت د دی ځنې دی چې له امله یې د استیلا د شهوت ځنې سعیه او کوشش کوي چې د یو شخص زړه یا په مال او یا په  کاذب محبت لاس ته راولي او خپل بهیمیي شوم مقاصد په نا جایزې لیارې ترینه حاصل کړي. .دا قسم عشق ته پوهان دچار پایو عشق وایي.
صحیح ماغزه دا قسم عشق په علمي، فني او حقیقي عشق بدلوي.  دوی انسان په بشپړه توګه مطالعه کوي او د مطالعې، کار، عمل او اصلاحي خدمت د کولو په واسطه دا بهیمي رابطه او د لهو لعب له حالته ایستل او حقیقي لورې ته د جهت ورکولو مرسته او مساعدت کوي.
اطباءوائي په چا کې که دا قسم فاسد عشق پیدا شو کوم چې غړوندي د کنترول او د شهوت د عقل د اقتدارنه لاړو، دوا ئې  داده چې د بدن د مهیجه ؤ موادو علاج دې په ادویه ؤ مطفیه ؤ سره وکړي.
او د دویم قسمی عشق حقیقي عشق دی. دا عشق ته پوهان  د کار او عمل او د اصلاح او خدمت او رحم او عاطفی عشق وایي.
 دا عشق د ایمان او وجدان محکمي او تقویه راولي. 
دا ریښتنی عشق  هرڅه ته غواړي چې د حقیقت په نګاه وګوري.
دا عشق د شرعي او مذهبي احکامو زیات لحاظ کوي او سړی په دا فکر کې اچوي چې صراط المستقیم د څه ځنې عبارت دی.
حقیقي عشق کله د مجازي عشق ځنې پیدا کیږي او پوهان د ظاهري عشق ځنې معنوي عشق ته ترقي کوي. د دنیا په ټولو موجوداتو کې د عشق اسرار موجود دي او په همدا عشق سره موجودات ښکته او پورته کیږي.  دنیا په عشق سره اباده ده او آخرت په عشق سره حاصلیږي.
د عشق خاوندان د خاوری او وطن او د قام او قبیلې سعادت غواړي او د بشر د ارامۍ او استراحت د پاره زیار او زحمت باسي. کوم هغه اشخاص چې عشق لري کار او عمل کوي.
د شرافت او غیرت او میړانې ژوند خوښوي.  لټي او تنبلي د بې عشقه خلکو کار دی. په زړه کې د عشق اور بدن په حرکت راولي او په سختو مشکلاتو او تکلیفونو کې همدا عشق د زړه ملهم کرځي.
د عشق په سر شاره فضا کې عاشقان اولوزي. په خپل عشقي حرکت کې چې کامیاب او بریالی شي، نو دنیا روښانه وي او تاریخي مفاخر حاصلوي. خلک د ده په تاریخ ویاړي او دده د حیات وقایع د نورو د پاره درس او عبرت وي. داسې اشخاص که په بعضی مواردو کې ناکامیږي خو  بیا هم دحقیقي عشق خاوندان یو بل شانې لذت حس کوي او په  ناکامي حالت کې هم  وایی:
عاشقی را درد بدنامی خوش است – عاشقان را سوز ناکامی خوش است!
مقصد دا چې حقیقي عشق ښه دی. د شهوت د حرص په شمار کښې نه حسابیږي کوم هغه اشخاص او ځوانان چه د شهوت په مذموم صفت سره موصوف دي دا رنګ خلک دې زما پدې لیکنه کښې مطالعه او تعمق وکړي او پدی وسیله دې د خپل مرض علاج وکړي.
 
یاددونه :
دغه لیکنه دخدابخښلی دکتور محمد سعید «سعیدافغانی »«دنجات اوکامیابي لیاره دعلم او فلسفې له پلوه  ! » دکتاب څخه اخستل شوی ده .(کال:1354 هجری شمسی )


لیکوال : دکتور محمد سعید « سعید افغانی »
ترتیب کونکی : امین الدین سعیدی – سعید افغانی

نوشتن دیدگاه