18-02-2018

پوهنمل حاجی محمد نوزادی

په پښتو ژبي کي د لیکدود او ګړدود ستونزي
18-02-2018

پوهنمل حاجی محمد نوزادی

په پښتو ژبي کي د لیکدود او ګړدود ستونزي



( لومړۍ برخه )

د روان ۲۰۱۸ کال د فیبروري په ۱۷ نیټه د افغانستان ملي تحریک ګوند په نوښت د یو شمیر فرهنګپالو افغانانو لخوا د ډنمارک هیواد په Sønderborg ښار کي د مورنۍ ژبی د نړیوالي ورځي د درنښت او لمانځلو په موخه یو سیمینار په پام کي نیول سوی وو . سیمینار که څه هم د معمول سره سم تر ټاکلي وخت ډیر وروسته پیل سو ، باید ووایم چي ښه پر مخ ولاړ او د ځینو وینالو په خبرو کي و ډیرو مهمو او اړینو ته ټکیو ته پام اړول سوی وو . په سیمینار کي زما د وینا متن دادی پدې توګه تر مینه والو  پوري رسوم :
   
      دا یو څرګند حقیقت دي چي پښتو ژبه نن هغه د نژدې یوي پیړۍ وړاندي ژبه نده . پښتو ټولنه یوازنۍ مؤسیسه وه چی د خپل نامه سره یې سم کار وکړ ، پښتو یې تر لویه بریده پر خپلو پښو و دروله او یو په بل پسې یې د سیالۍ په لور بوتله . د پښتو ټولني د زیارونو سره سره دا خبره به ډیر پر ځای نه وي که موږ دا ژبه نن لکه دري ژبه چي ده ، یوه سیاله او معیاري ژبه وبولو .
      لکه څنګه چي وینو پدې ژبه کی د « ی » ګانو ستونزه که څه هم د پنځه ګونو « ی » ګانو په مټ تر لوړي کچي حل شویده ، مګر لا تر اوسه هم د داسی کلمو د پاره لکه « خدای ، ځای  » او نورو ورته ږغونو د پاره د یوې مناسبي « ی » کمبود پر ځای پاته دی . د « ی » ګانو بله ستونزه تخنیکی او د نه مراعات خبره ده . تخنیکي اړخ یې دادي چي نژدي ټولي « ی » ګاني په کیبورډونو کي د شیفت د لاری کارول کیږي چي وخت نیسي او دلیکلو چټکتیا ټیټوي . که دا ستونزه یوه طبعي او تخنیکي ستونزه و ګڼو ، په ښوونځیو او مدرسو کي دغه اړینه موضوع سپکه نیول او نه ټینګار ددې لامل ګرځي چي شاګردان یې مراعات کول حتمي و نه ګڼي او لیکلو کي یوازی په یوه « ی » بسنه وکړي .
     بله دا ډول ستونزه د ( ږ ) او ( ښ ) توري دي چي د جنوب لویدیزو سیمو پښتانه یې په طبعي ډول د خپلي لهجي سره سم په ( ګ ) او ( خ ) تلفظ کوي خو په لیکلو کي باید هم هغه ( ږ ) او ( ښ ) ولیکل شي ، مګر دا مهال یې ځیني لوستی کسان هم په لیکلنو کي د ( ګ ) او ( خ ) توري کاروي چي دا کار د منلو ندي . دا ځکه د یوي خوا پر دوو سوچه پښتو تورو باندي خاوري اړوي او د بل پلوه پدې کار سره په لوی لاس د واحد لیکدود مخه نیسي او د ژبي د معیاري کولو پروسه ورانوي چي دا کار یې د ژبي سره دښمني ده . 
    له دې نه که تیر شو ، په پښتو ژبي کي دا اوس هم تر ټولو لویه ستونزه د ګړدود او لیکدود ده چي دغه دوه توکي په نیغه تر ډیره حده د نوموړي ژبي د معیاري کولو زڼی جوړوي او ددغي ستونزي د حل نه پرته یې معیاری کول اسانه کار ندی . زما په آند په پښتو ژبپوهنه کي دغه د معیار او معیاری کولو خبره هغه څه دي چي باید دا ګړی د پښتو ژبپوهانو د بیړنیو او ځنډ نه منونکي لومړیتوبونو د لست په سر کي راشي .
      سره له دې چي دا ګړی داسی پیاوړي څیړونکي لکه پوهاند ډاکتر صاحب زیار او دده وتلی شاګرد محمد معصوم هوتک د پښتو پر معیاری کولو باندی کار کوي ، خو داچي د دوی کارونه یو دبل سره په همږغي کی ندي ، پایله یې لکه څنګه چي تمه کیږي ، هغومره محسوس نده . له بده مرغه کله نا کله خو لا دوي خپله انرژی یو د بل په وړاندي کارولي ده . زیار صاحب یو د ډګرۍ څښتن ژبپوه دي او دده پشان کسان په پښتو ژبپوهنه کي ډیر لږ دی ، ټوله ځواني یې د پښتو په چوپړ کي تیره کړه . د پښتو په ایتیمولوژۍ ( آرپوهنه ) او نیولوجیزم ( نوی لغات جوړونی ) کي د پام وړ لاسته راوړني لري . ویاړم چي د ښې دوستۍ اړیکي ور سره لرم . هوتک صاحب د ښوونځۍ له وخته پیژنم ، را باندي ګران دی او درناوی ورته لرم ، د لوړ استعداد درلودونکي لیکوال او څیړونکي دي ، په لسګونو درانه کتابونه یې لیکلی او خپل ټول وخت او ژوند یې همدې کار ته ایستلی دی . د پښتو د معیاري کولو په اړوند د « پر معیاری ژبه د معیار په ژبه یوه څیړنه » پنامه دده یو کتاب ډیر مهم دی او ددې برخي څیړونکي یې باید په پام کی ولري . 
      که څه هم له نیکه مرغه پښتو ژبی اوسمهال د نوي تکنالوژۍ پر لمن په کمپیوټر او ګوګل کي ځانته ځای پیدا کړی دی خو له بده مرغه د معیاری توب د نشتوالي لامله یې پیکه څیره روښانه شوې نده . ځکه نو ددې ژبي په اوسني پړاو کي پکار ده له هرڅه نه وړاندي د معیار چارو ته جدي پام واړول شي .

د لومړۍ برخي پای
نور بیا
پوهنمل حاجي محمد نوزادي

نوشتن دیدگاه

مجلات و کتب