28-08-2019

پوهنمل حاجی محمد نوزادی

د یوي پیړۍ ستري بریا ویاړونه
28-08-2019

پوهنمل حاجی محمد نوزادی

د یوي پیړۍ ستري بریا ویاړونه


( دوهمه برخه )
 
په ( ۱۶ / ۸ / ۲۰۱۹ ) نیټه د ډنمارک هیواد په Aarhus ښار کی د میشتو افغانانو په زیار د استقلال د سلمي کالیزي د لمانځني په ویاړ یوه پراخه غونډه را بلل شوی وه چی هلته یې د اساسی بیانیې ویاړ ماته را بخښلی وو . دا هم د نوموړي بیانیې دوهمه او وروستۍ برخه  :
ددې د پاره چي د استقلال په تر لاسه کولو کي د خپل ملت سر ښندني او میړانه و ستایي ، هغوی یې مخاطب و ګرځول او داسی یې و ستایل :
 
   « ای میلته !
   هیچاه دغه استقلال او ازادی تاسو ته د سوغات په توګه نده درکړی. دا ویاړ یوازی او یوازي د لوی خدای د لطف ، د ستر پیغمبر د پیرزوینو او ستاسی د میړانی او زړه ورتیا د برکته د هیوادلو په نصیب شوی دی . غیرت او دافتخار احساس تاسو ته دا جرئت در کړ څو د خپل استقلال د لاسته راوړلو په خاطر مو توره له پوښه را وباسی . پدی ډول تاسی د خپلی توری په زور و دغی د ویاړه ډکی موخی ته ورسیدلاست. خدای مکړه افغانانو هیڅ کله هم نده غوښتی او و به نه غواړی چی د بل هیواد  تر اسارت لاندی ژوند وکړی او د پردیو فرمان ومني (هر څوک چی اوبه د توری له تیغ نه چښی ، نوش جان دی شی. هرکی اب  از دم شمشیر نوشد نوشش باد ! ) » . له دې نه یې وروسته خپل کورنی او بهرني سیاست په لنډو ټکیو کي داسي څرګند کړ :
 
     « همدا ګړی د خپل اولس په استازولی دټولو هغو دولتونو څخه چی زموږ استقلال یی په رسمیت پیژندلی دی ، د زړه له کومی مننه کوم . پسله دی نه به موږ د نړۍ د هیوادونو سره دوستانه اړیکي وساتو چی په تجارتی او سیاسی چاروکی مرستي را سره وکړی ». ددې سره جوخت یې ګاونډی هیوادونو ته چي هغه وخت ایران ، برټانیا او روسیه وه د خپل اولس په هکله داسی پیغام ورکړ :


     « واقعیت خو دادی چی ګاونډی هیوادونه باید زموږ سره په دوستۍ باندی ویاړ وکړی، ځکه چی افغانستان یو شجاع او غښتلی هیواد دی » . شاه امان الله چي د خپل هوډ برخه یې تر لاسه کړي وه ، اوس یې خلګو ته خاطره داسي څرګندوي :

      « کله چی می د هیواد د ازادی ترلاسه کولو د پاره تصمیم ونیو، زه دومره هوډمن وم چی که خدای مکړه پدې هوډ کي ناکام سوی وای ، نور نو ما له خدایه ژوند نه غوښت . په لومړی قدم کی به ما خپل ژوند تاسو ته د استقلال د لاس ته راوړلو په خاطر قربانی کړی وای . که می چیری ناکامی په برخه شوی وای ، بیا هم له خپله هوډه نه اوښتم او ځان وژنی ته می تصمیم نیولی وو، مګر د بل تر اسارت لاندی به می ژوند نه وای کړی . که چیری تاسو زما ملا نه وای تړلی او په میړانه مو ګام نه وای پورته کړی ، زه به هیڅ کله هم خپلی موخی ته رسیدلی نه وای او نور به می ژوند پر ځان باندی حرام ګڼلای . ځکه نو ویلای سم چی تاسی ماته نوی ژوند را وباخښه او تاسی پدی خبره باور ولری چی زه به پسله دی نه هم که اړتیا وی، خپل ژوند ستاسی درنو وړونو په خاطر قربان کړم » . شاه امان الله پدې ښه پوهیدي چي د هیواد پرمختګ یې بیله علم او معارف نه شونی ندي . ځکه یې نو د خلګو پام د ځوان نسل و روزلو داسی را و ګرځاوه :
 
    « تر نن ورځی پوری د زده کړو دروازی ستاسي په مخ تړلی وی ، ځکه چی هیڅ هوښیار نارینه د نورو تر اسارت لاندی ژوند نه خوښاوه . که څه هم زه له تاسو نه د عمر له مخی کشر یم مګر بیا هم تاسو ته د یو معنوی پلار له مقام نه مشوره درکوم چی د خدای په خاطر د علم د زدو کړی لپاره نه ستړی کیدونکي هلی ځلی وکړی. تاسی باید خپل بچیان د زده کړو په هیله ښوونځیو ته ولیږی ، تاسی باید د زده کړو په خاطر د خپلو ماشومانو څخه جلا والی هم ومنی اوهغوی پریږدئ چي خارج ته یې د تعلیم په موخه واستوو . دوی یعنی ستاسو بچیان د همدغی لاری کولای سی خپل ګران هیواد ته د خدمت کولو توان تر لاسه کړی اوستاسی نوم د نړی په تاریخ کی ژوندی  وساتی


     ای ملته ! 
     تاسو ته مخ در اړوم او په ټینګار درته وایم چی د خدای په پار د علم په تر لاسه کولو کی د هر ډول هلو ځلو څخه ځانونه مه سپموی او غفلت مه کوی. دا ځکه چی یوازی د علم د لاری تاسی کولای سی دینی او دنیاوی بریاوی په لاس راوړی او په یاد ولری چی بی علمه انسان خپل خدای هم پیژندلای نسی » . تر لوړو یادوونو وروسته د وطن په مینه مست ، ځوان شاه خپله وینا په لاندي ټکیو پای ته و رسول :


    « ما څه موده مخکی د همدغه سپیڅلی منبر نه د افغانستان استقلال اعلان کړ او اوس د خدای نه منندوی چی نن  و دغه هدف ته په رسیدلو سره ، زه د یوه اتل په توګه له دی منبر نه را کوزیږم » .


 پدی وخت کی د مسجد د منبر څخه د ځوان ټولواک ، شاه امان الله د را کښته کیدو پر مهال د حاضرو خلګو له منځ نه د خوښی ناری پورته شوی چی :


ــ زنده باد پادشاه دلیر و شجاع ما !
ــ پاینده باد استقلال کشور ما  !
 
                                                د لیکي پای
 
 

نوشتن دیدگاه

مجلات و کتب