02-08-2015

الحاج امین الدین سعـیـدی

په لغمان کی اوسیدونکی قامونه او پرګنی د داکتر سعید افغانی په لیکنو کی
02-08-2015

الحاج امین الدین سعـیـدی

په لغمان کی اوسیدونکی قامونه او پرګنی د داکتر سعید افغانی په لیکنو کی

بسم الله الرحمن الرحيم
دمولوي داکتر سعيد افغاني لنډه پيژندنه :
خـدايبخښلى مولوي داکتر محمد سعيد ( سعيد افغاني )  ( ١٣٠٠ ) هجرى شمسى  کال  کى دلغمان ولايت  دخير آباد په کلي کى وزيږ يده ،  هغه دخپل پلار مولوي عبد المجيد ساپي چه دخپل وخت له مشهور و مدرسونو څخه وو  دتير ګړوى دجامع جومات خطيب  او امام  وو ، او هم يى دنورومخورو  روحانيونونه  خپلى لو مړني زده کړې وکړى او ښايسته ښه ملا  شو .
وروسته بیا محمد سعید دکابل عربی دارالعلوم کی شامل شو ، کله  چه
په (۱۳۲۵ هجری شمسی ) کال کی ددغی مدرسی نه فلرغ شو ، په
 
داکتر محمد سعید « سعید افغانی »
Prof.Dr.Said Afghani
سر يى دمولوي پکړى وټړله شوه ، سمدستي په همدغه  مدرسه کى داستاد په حيث مقرر شو ،  او بيا  په کال ١٣٣٧ کښى دننګر هار  دنجم المدارس دمدرسى  دمدير په حيث وټاکل شو .
 
يو څو موده  دپو هنى  او روزنى دوزارت  دمسلکي تدريساتو  غړى شوو  او بيا بيرته  دنجم المدارس مدير  او وروسته  دحبيبى ليسى  ته ددينى  علومو دښوونکي په حيث وټاکل شو .
 
سعيد افغانى په ( ١٣٤٢ )  هجري شمسي  کال  مصر  ته  ولاړ  او تر ( ١٣٤٧ هجرى شمسي )  کاله پورې په ( جامع الازهر )  کښى دفلسفي او الهياتو په زده کړه بوخت و .
 
کله چى دوکتور مولوى  سعيد افغاني وطن ته  را ستون  شو ،  نو  لو مړى دعالي دارالمعلمين  داستاد  په توگه  دنده  تر سره  کړه  او بيا وروسته  دکابل  پو لتخنيک ته لاړ ،  او هلته  دوخت دمحصلانو او استادانو  ددموکراتيکو مبارزو  له لړى  سره دخپل  دينى  او مذهبى مقام  ساتلو  سره سم  يو ځاى شو  او د کابل  پو هنتون  داستادانو له خوا  دهغه  وخت  داستادانو اتحادي غړى او بيا  دپو هنتو نونو داستادانو د اتحاديى رئيس  مرستيال په تو گه انتخاب شو .
 
مولوى  سعيد افغانى له بشري ټولنى سره له هر ډول توپير او تبعيض  پرته  مينه درلوده او دنړى والى سولې يو پيژندل شوى  مبارزوو،  په  زياتو نړيوالو هغو سيمينارونو کى  برخه  واخيسته  چى سولې  ته وقف  شوى وي  او پدى مبارزى کى يى  دابو علي سينا زرمى کاليزى جايزه تر لاسه کړه .
 
سعيد افغاني آن  دروانى پيړى څلورمې لسيزې  په پيل  کى څانکړى هڅى وکړى چى په هيواد کى دملى يو والى لپاره  ديو پراخه  ملى جپهى ضرورت خلکو ته  په گوته کړي او  هغه يو داسې ټولنيز پر مختگ  او ټولنيز بدلون  سره چى دبيعدلتى کمبله  ټوله  کړي مينه  درلوده ، په همدې وجه ( ١٣٥٢  هجرى شمسى ) کال کښى دقضا  عالي شورا  غړى او ورپسى دتميز د عالي محکمې رئيس  ( قاضى القضات )  شو ،  وروسته داسلامي  شـئونو  وزارت  په راس  کى وټاکل  شو ،  او بيا  دوخت  دملى  جبهى مر ستيال  او هم  دى علما ؤ  او روحانيون  عمومى مشر شو .
 
سعيد افغانى  د ( وه ديرش )  ټوکه کتابونه  او د دوه زرونه زيات  مذهبى ، فلسفي ، اجتماعي ، او ادبي مقالې ليکلى چه دانيس ،  هيواد ،  پامير  ،  کاروان ، ننگر هار ،  دکابل  مجله ، پيام حق ، قضا ،  او دهيواد  په نورو ورځپاڼو او مجلو کښى  خپاره  شوى دي .
آثار او تاليفات
شيخ الااسلام عبد الله  الانصاري  په عربي ژبه ، دچاپ کال : ١٩٦٧ مصر- قاهره
نابغة الشرق  سيد جمال الدين الافغاني ،په عرپي ژبه ،دچاپ کال ١٩٦٧  قاهره – مصر
دشرق نابغه  سيد جمال الدين افغاني ، په  پښتو ژپه چاپ کال : ١٣٣٥٥  داطلاعات او کلتور وزارت .
افغانستان ، تاريخآ وحضارتآ وکفاحآ په عربي  ژبه .
العقيدة الاسلاميه وآرا  المعتزلة والاشاعرة والماتريد يه واختلافاتهم
الاشارت  والتنبهات  ابن سينا ، په پښتو ژپه ، دچاپ کال: ١٣٥٩کابل – افغانستان  داطلاعاتو او کلتور  وزارت .
درسي کتابونه :
تفسير  ديولسم ټولگي  دشاګردانو  لپاره په پښتو او دري ژپه
عقايد درسي کتاب  ( دتعليم او تربيه  دوزارت لخوا )
منطق درسي  کتاب( دتعليم او تربيه  دوزارت لخوا )
اساسات اسلام به نگاه علم وفلسفه ددارالمعلين محصلينو ته  درسي  کتاب .
کلتور اسلام  از نگاه علم وفلسفه ،  په دري ژبه ، دچاپ کال :١٣٤٩ کابل افغانستان .
مختصر تاريخ افغانستان  ودول  متمدن اسلام . درسى کتاب دپولتخنيک  دمحصلين درسي  کتاب .
محمد صلى الله عليه وسلم  رهبر بزرگ اسلام ، دچاپ کال ١٣٦٣  هجرى شمسى  کابل – افغانستان
پلاروطنه  ملى جبهه او يا دلته  دټولنيزو ستونزو دحل لاره ، دچاپ کال ١٣٦٢ کابل –افغانستان
خطر جنگ هستوى ، په دري  ژبه ، دچاپ کال : ١٣٦٣ کابل-افغانستان
اندرز ها په درى او پښتو ژبه
آداب قاضى  په درى  ژبه  دقضا ً دکورس د محصلينو لپاره دعدلى وزارت لخوا چاپ شوى .
والصلح خير ، صلح او آرامش از ديدګاه اسلام  دچاپ کال :١٣٦٢ کابل – افغانستان.
تاريخ  تمدن اسلام  ، په درى ژبه ، دچاپ کال : ١٣٦٠هجرى شمسي  کابل- افغانستان.
مولوي داکتر  سعيد افغاني  د دوه زرونه زيات مذهبى ، فلسفى ، اجتماعى ، او ادابى مقالى ليکلى چه د انيس ، هيواد ، کاروان، پامير ، کابل  مجله ،دپيام حق مجله ، دقضا  او نورو داخلى او خارجى نشراتو کښى په نشر رسيدلى دى .
 
مولوي داکتر  محمد سعيد  ( سعيد افغاني ) د « 1364 »دحوت په اوومه د(1985  فبرورى ٢٥ مه ) ددرى شپيتو  کالو  په عمر  دافغانستان  دطبى علومو  اکادمى په  روغتون  کښى ،  مهربان ،  خوا خوږى او تپاند زړه  ودريد .
په سبا  يى  په کابل  کښى  ،  دجابر  انصار  عليه  الرحمة دمزار  تر څنگ  ، دشهداى  صالحين  په هديره  کښى په  در ناوى خاورته وسپارل شو .
انا لله وانا  اليه  راجعون
 
په لغمان کی اوسیدونکی قامونه او پرګنی
ګرانو لوستونکو!
دکتور محمد سعید«سعید افغانی»په خپل کتاب کی چه (زما ژوند) په نامه يادیږی اوپه کال ( 1365 ) هجری کی خپور شوی  په لغمان کی  په اوسیدونکی قامونه او پرګنی  باندی علمی تحقیق کړی ، ما دغه آثر مطالعه او پر هغه باندی می یو څه نوی معلومات ور اضافه کړل  امید اور یم چی دغه معلومات دنورومحترمو محقیقین او پوهانو لپاره  د ښه تحقیق زمینه برابره او مساعده کړی . ( امین الدین – سعید ی  - سعید افغانی )
اول  : « ساپی  »
په افغانستان کی د صافیو قوم یو لوی او مشهوره  قوم دی چه وایی ددوی اول نیکه د قندهار دغوړی مرغی څخه راغلی دی او ددوی نسبی سلسله د پښتنو په قامونو کی په درانیو باندی ګډیږی، وایی صافی په غلجیو نه ګډیږی بلکه د غلجیو سره د درانیو په وسیله ورورګلوی لری
دصافیو د قامونو غټی ریښی په لاندی ډول دی ۰
الف –  ودیر
ب -  ګربز
ج  - مسود
د « ساپیو »  د قوم پرګنی په ټول افغانستان کی خپری دی خودکابل   په شمالی برخه کی ، کوه
«  ساپی »  محمود راقی ، کو هستان ،  او تګاب ددوی اصلی او مهم  مرکزونه دی. ا و په مشرقی کی  بیا د کنړ ولایت  «  ساپیان »  شهرت لری او  هغه ځای دڅوکی په لسوالی ، با ډ یل،مز ار ، دپیچ په  دره ، د سر حد څخه  اخوا په سره کمر  او د کنر په نورو  سیمو کی اوسیری .
ساپی  به کامه  کی لویه سیمه لری ، ساپی  په لغمان کی دعمرزیو ، سالاب  ، ګړګړ ،باړیڅی ، صبر اباد ، په سیمو کی هستوګنه لری ، په الینګار کی نازی هم «  سا پیان »  دی ۰
په تاریخی روایتو کی راغلی  :   چه په کوزه پښتونخوا کی وزیر هم  په اصل کی  د ودیر صافیو یوه ریښه  او  مسود یی بله ریښه ده ۰
دلغمان  په  عمرزیو کی صافیان :
دصافیو قوم دلغمان د عمرزیو کی  په دری پلرونو تقسیم شویدی ۰
۱ -  د خیر محمد بابا اولاده ده چه د خیر اباد کلی یی مرکز دی او لاندی ریشی لری۰
پایه خیل  ، یاسین خیل ،  تورخیل ،  ایاز ۰
2-   د عبدالمجید بابا اولاده چه  په ادو خیلو  مشهور دی ۰
3-د ابراهیم بابا چه په ابرهیم خیلو  یادیږی ۰
اوس په عمرزیی کی دخیر  محمد بابا اولاده  ډیره ده . دغه خلک  زړور، جنګيالي، او په میړ انی شهرت لری .
دوی ميلمه پا لو نکي او په پښتني ننګ او غيرت ټينګ خلک دي . ولی د اقتصادی لحاظه تر سخت  فشار  لاندی دی .
دویم : د ساک ( سهاک )
دساک قوم د لغمان ولایت په مرکزی سیمو او په خاص ډول دکل بیلی په کلی  کی اوسیږی  او ددوی قوم  ریښی موسی خیل او شمشیر خیل دی . مورخین لیکلی چی  سهاک دابراهيم لمسی او دغلجي کړوسی دی چې دنسب دشجرې پر بنسټ يې اندړا و تر ه کي وروڼه ګڼل کيږي همدسی مورخین لیکی  چی سهاک  په اصل کی کوچیان دی .
دسهاک قوم د افغانستان په مختلفو  سیمو کی لکه ، دکابل دپغمان ، دپکتیا ولایت دزرمت په ولسوالی کی ، دکابل د بګرامیوپه  ولسولی دشیوکیو او سهاکو  په کلی کی ، دپغمان په ولسوالی په بیکتوت کی ، دسروبی  ولسوالی په مرکز او داوزبین په سیمه کی ، دتکاب په ولسوالی  ، او دپروان په ولایت کی استوګنی  لری .
سهاک لکه دلغمان دولایت دنورو قومونو په شان ، ميلمه پالو نکي، غير تمن ، په هيواد او علم او پو هې مين  خلک دی .
دریم  : تره خیل:
تره خيل په اصل کې غلجي پښتا نه او د احمد زيوقبيلې پورې تړلی ښا خ دی  .
تره خیل اکثرآ د لغمان ولایت د تبی کونج په سیمو او په عمرزایو کی د   تندیو په کلی  کی  اوسیږی ولی د تره خیل خلک  دکابل  شمال شرق خواته په دده سبز په ولسوالی کی او په خاص توګه د ترخیلو په کلی کی هستوګنه لری  . تره خيل زيا تره دکر کيلي اوبا غدارۍ په چارو بو خت دي.   ددوی یو څو با اعتباره خلک د وخت ددربار قابچی باشیان وه او د پور اعتبار  خاوندان کڼل کیدل ۰
تره خيل غير تي، ميلمه پا لو نکي،نرم مزاجه او دښو اخلاقو او کړو وړو څښتنان دي٠ دوی دعلم او ښوونې او روزنې له چارو سره ځانګړې مينه لري٠ددوی قو مي مشران او سپن ږيري هم ډير درانه خلک دي
تره خيل په اصل کې غلجي پښتا نه او د احمد زيوقبيلې پورې تړلی ښا خ دی چې دکابل ولايت د دده سبز ولسوالۍ په تره خيلو کې، دلغمان ولايت د تبۍ کو نج او تره خيلو په سيمو او يو شمير هم په کو هدامن  کې ميشته دي٠
یاددونه :
 دده سبز ولسوالي مر کز د تره خيلو په پل سنګي کې مو قعيت لري٠ دده سبز ولسوالي د لا ند نيوکليو او با نډو نه جوړه شوې ده : تره خيل،ده يحيي،بختياران، خواجه چا شت،د پای منار پا چا صا حب،خاص ده سبز، اب دره، قلعه شاه محمد،کټه خيل،نوار، سورخي، ابد ره بالا،جارو اوده سبز بالا٠
څلورم : رستم خيل :
ددوی څه میشته  کورونه د لغمان  د ارمل به قریه کی اوسیږی او څه نور یی کوچیان دی چه د  اوړی په موسم کی یخو سیمو ته  ځی او  په ژمی کی بیرته لغمان ته راځی ،  مالداری  او سودا ګری ددوی کسب دی ۰
پنځم : خروټی:
خروټي د پښتنو د غلجي دټو لنيزې ډلې پورې اړونده قبيله ګڼي چې ډيره مشهوره او هم د شمير له مخې يوه پياوړې قبيله شمير له کيږي چې د افغا نستان په بيلا بيلو ولا يتونو لکه پکتيکا، پکتيا، غزني، ميدان او وردګو، زابل، کند هار، هيلمند،هرات، کندز،بغلان، مزار شريف، پروان، باګرام هوایی ډګر ته څیرمه ،کا پيسا،کابل،لوګر او د لغمان  ولایت د عمرزیو د علاقی   په جنوبی برخه  او ددغه  ولا يت په مر کز او د قر غيو په او لسوالۍ  کې استو ګنه لري٠
ولی با ید وویل شی چی دخرو ټو اصلي ځای ځا يګی او ټا ټوبی دګو مل سيمه  ده
خروټي غير تمن،علم خو ښونکي، ميلمه پال او دينداره خلک دي٠ د انګر يز انو سر ه يې په در يو تا ريخي جګړو کې ډېرې توري وهلي.
د خرو ټو د قبيلې ښا خو نه او څا نګې :
خروټي د نورو پښتني قبيلو په څير په لا ند نيو ښا خو نو او څا نګو با ندې ويشل شوي دي :
زکو خيل،يا خيل، اد يخيل، امند خيل،شمو خيل، سليما نزي،الو خيل، ادو خيل،مدو خيل،سندو خيل، علي خيل،غوري خيل، علي زي، خدر خيل،باندزي، کنداخيل، يحيي خيل، کا کل زي، جمال خيل،مالي خيل،للي خيل ، خر منځي، مارزک،زوبي خيل،عباس خيل، شهباز خيل، از غر خيل،بهادر خيل، نوروز خيل،اشرف خيل، عيسی خيل،سلطا نخيل، بهرام خيل،عصمت خيل او نور ٠٠٠
شبږم :  عبدالرحیم زي :
دلغمان ولایت دمندروړ په سیمه کی اوسیږی او په کابل کی هم کورونه لری په دوی کی ښه با همته خلک تیرشویدی.
اوم :هودخیل :
دوی په  ود خیلو شهرت لری  او د لغمان د قرغیو  د ولسوالی په برخه کی لویه سیمه  لری  او په کابل کی د کابل شرقی خوا ته ،  اوسیږی .
اتم - جبار خیل:
جبار خيل په غلجيو پښتنو کې يوه مشهوره قبيله ده . پوهان لیکی که د جبار خيلو دنسب شجره په غور سره وګورو نو دوی د احمد زيو غلجيو يوه پښه ده ،چې د خپل نيکه جبار بابا د نا مه په وجه  په جبار خيلو يا ديږي٠ د جبار بابا مزار دکا بل د خاک جبار په و لسوالۍ کې دی،له همدې کبله دغه ولسوالي د خاک جبار په نا مه سره يا ديږي چې د جګد لک او خورد کا بل تر مينځ مو قعيت لري٠
جبار خیل  د ننګر هار ولايت د سره روداو حصا رک غلجا يي په ولسواليو ، دلغمان ولايت د قرغیو په ولسوالی کی  دکڅ عزيز خان په سيمه، لو ګر او دکابل او جلال اباد تر مينځ سيمو لکه ګند مک، جګدلک، تيزين او دکابل ولايت په خاک جبار کې چې د جګدلک او خورد کا بل تر مينځ مو قعيت لري  استوګنه لری
جبار خیل  په لغمان ډیر معززی کورنی دی . په دوی کی   د قامی  ملی مشران اوتاریخی خلک تیر شویدی ۰
د امير دوست محمد خان دواکمنۍ په وخت کې د جبار خيلو د قبيلې مشران د احمد خان زوی عزيز خان و چې د جبار خيلو د مر يم خيلو په څا نګې پورې يې اړه در لوده٠ د عزيز خان پلار احمد خان د ډيرې مودې له پاره د امير دو ست محمد خان د مشر ورور فتح خان د نږدې مقر بينو نه و چې هغه ور ته د لغمان د کڅ په سيمه کې ډير جا ګيرونه ور کړل چې بيا ورو سته نو موړې سيمه د هغه دزوی عزيز خان د نا مه له کبله  تراو سه پورې د عز يز خان دکڅ په نا مه سره يا ديږي چې د ننګر هار ددرونټې سيمې ته نږدي پر ته ده .
جبار خيل په پښتني ننګ او غيرت ټينګ، زړور، ميلمه پاله، هيوا دپا لو نکي او په علم او پو هې مين خلک دي٠ هما غسې چې د انګريزي استعمار او ښکيلاک پر خلاف يې زړورې مبا رزې کړي او توري يې وهلي دي او د بر ايډن لښکرې يې ما تې کړي دي، دروسي سور استبدادي ښا مار پر خلاف هم په ميړ انه جنګيدلي دي٠
په حصارک غلجا يي کې د جبا رخيلو مشهور کلي دادي: اب زنګياني، غوږيزه،نادر، ګلا خيل،حليم خيل، ظر يف خيل،سياب، چار توت،سروند، بر جنه، خنجر او کڅي ٠ مشهور خيلو نه يې مر يم خيل،نو ګيا ڼي خيل او نور دي٠
جبار خيل زيا تره دکر کيلي په چا رو بو خت دي، غنم، جوار او نور حبو بات پکې کر ل کيږي.
نهم - تره کی:
تر ه کی د لغمان  ولایت په ځینی سیمو کی میشته  او د کوچیانو په ډول ژوند کوی دوی د لغمان په ولایت کی د اوښانو  او  څارویو په روزنه مصروف دی .   
تره کی د پښتنود عنعنوي شجرو له مخې  د غلجيو په ټو لنيز ګروپ پورې اړه لري٠ تره کی د موسی زوی دابر اهيم لمسی او د غلجي کړ وسی دی٠ تر ه کي زياتره د غزني ولايت د مقر، نا وې،ګيلان او اب بند په ولسواليو کې ميشته دي اود کو چيا ني په  ډول ژوند کوي .
لسم - پشه ئي:
دوی دلغمان ولایت تر څنګ  یوه کلی  لری چه د  پشه ئي کلی  په نامه یادیږی ،  دوی ځانته خاصه ژبه  لری چی  هغه  هم په پشه یی یادیږ ی  . دغه  ولس د الیشنک  د دری  په  لورو  برخو  لکه  دولت شاه  او فراجغان کی  هم  او سیری او  په پشه یی ژبه  خبری کوی  ۰(1)
يولسم  - هزار میښ:
دوی دلغمان ولایت د تیرګړو په علاقه کی پراته دی  او غریبکاره خلک دی ۰
دولسم - میچن خیل:
دوی دلغمان د عمرزیو د علاقی شمال ته یو لوی کلی لری  دوي  هری خوا ګر ځی او د نظرانی په ټولولو  کی  مصروف او دښه مهارت  خاوندان  دی ۰
دیارلسم : ناصر:
دوی دلغمان ولایت د مندروړ د سیمی په جنوبی برخو کی   ، او همداغسی  د کابل شکردره او د افغانستان په نورو سیمو کی اوسیږی  دا خلک  زړور او جنګیالی دی ۰
څوارلسم  : اکاخیل:
اکاخيل په اصل کې غلجي پښتا نه دي چې د سليمان خيلو يو ښا خ ګڼل کيږي چې زياتره يې په پوونده ډول ژوند کوي او ځانته کو مه ځانګړې سیمه نه لري٠دوی اکثره په کږديو کې ژوند کوي او د ټغرو،کيږ ديو او جو الو نو په او بد لو کې ښه مهارت لري.
دوی هم دلغمان د عمرزیو  دمنطقی  په شمالی برخه کی میشته او کورونه لری د اوښانو او رمو روزنه کوی  او د غره څخه لرګی راوړی او خر څوی یی ۰
اکاخيل په اصل کې غلجي پښتا نه دي چې د سليمان خيلو يو ښا خ ګڼل کيږي چې زياتره يې په پوونده ډول ژوند کوي او ځانته کو مه ځانګړې سیمه نه لري٠دوی اکثره په کږديو کې ژوند کوي او د ټغرو،کيږ ديو او جو الو نو په او بد لو کې ښه مهارت لري
اکا خپل زيارکښه خلک دي،ځيني خلک يې د سو داګر يو په کا رونو کی هم  بو خت دي٠دا کا خيلو ځو انان په ا تڼ کې ډېر تکړه دي او د خو ښيو او خو شاليو او ودونو کې ددوی ځو انان چې ښا يسته او ړدې څڼې لري په خپلو ماهرانه اتڼو نو سره محفلونه تاوده ساتي٠
پنځلسم : دیګان « دهکان »
دیګان « دهکان »  په لغمان هغه خلکو باندی شمریل کیری چی اصلآ په دری ژبه  خبری کوی ددیگان قوم نه تنها په لغمان کی بلکی ددی  کورونه د افغانستان  په نورو سیمو کی هم شته ۰
شپاړسم : محمد زي :
دوی ځای ځای کورونه لری او د محمد ځیو پا د شاهی کورنی په وجه  دوی هر چیری ښی آبادی  ځمکی  تر لاسه کړی دی ۰
اولسم : ریکا ګان :
دوی دلغمان ولایت  د چاردهی په علاقه کی محدود کورونه لری ولی ددی اصلی مر کز  دکابل  ریکا ده  .
اتلسم : عمرخیل:
دعمر خیلو دقبیلی خلک  دلغمان د  چاردهی ( شاه ګذربابا  او قلعه اخوند کلي تر څنګ )  کی زمینداره کورنی دی  او د کابل په میدان ولایت دنرخ په ولسوالی، دکندز ولايت دعلي اباد په ولسوالۍ او دبلخ ولايت دشولګرې او بلخ په ولسواليو کې هم استو ګنه لري٠
نولسم - وریا خیل:
اور يا خيل  په اصل کې غلجي پښتا نه دي چې ددغې قبیلی زيات شمیر خلک دکابل و لايت د پغمان په او لسوالۍ کې او دبغلان د ولایت  په مرکز کی ،استو ګنه لري.
 د اوریا خیلو مشهور کلی د پغمان په ولسوالی  او سیمه کی   د خالدار  يو په نا مه سره يا ديږي٠ يو شمیر اوريا خيل د کابل د لويديځ په للندر او يو شمیر  هم د ميدان  په و لايت کې استو ګنه لري٠
مورخین لیکی چی يو شمیر اور يا خيل د پکتيا ولايت د زرمت(زرملې) په اولسوالۍ کې هم میشته  دی٠
وریا خیل  د لغمان د ولایت په مرکز مهترلام د عمرزیو دعلاقی په لر او بر  او ددغه ولایت دقرغیو په ولسوالی کی استوګنه لری .  د عمرزیو د علاقی په لر او بر کی هستوګنه لری او خلک یی کاریګر او دهقان کاره دی دوی د کابل په پغمان  او دبغلان دولایت په مر کز کی هم ځمکي  او کورونه لري .
  اوريا خيل ميلمه پالو نکي ،زړور ، غيرتي او په خپلواکۍ مين خلک دي٠
شلم : وردګ:
دوی دلغمان ولایت د عمرزیو دعلاقی په  جنوبی برخو کی اوسیږی او په کابل کی د وردګو علاقه ، قام او حکومت  مشهور دی  ، په دوی کی ښه د کار او میړان خلک تیر شویدی او د انګلیسانو داستعمار په مقابل کی  د غازی محمدجان خان مبارزه د هیریدو نه ده  دا قام تل په سیاسی جریاناتو کی  لاس او برخه لری ۰
یویشتم : تاجک :
دوی په لغمان او د افغانستای  په نورو ولایاتو کی اوسیږی ژبه یی دری ده۰ چی د فارسی ژبی  سره  سره لږ تو پير  لري .  وایی  دری د دربار څخه اخستل شوی  او دا ژبه یو وخت د درباریانو ژبه وه ۰
دويشتم: میرعلی خيل :
دوی دلغمان د باد پښ  په علاقه او نورو سیمو کی اوسیږی ۰
درويشتم : نیازی:
دوی دلغمان د ولایت داعلينګار په  سیمه کی پراته دی  ددوی کورونه د کابل جنوبی خواته هم شته ، وایی دوی د صافیو یوه ریښه ده۰
څوک  وائي : چي دوي مستانه  کورني ده .
نيازي په کندوز او خان آباد  کي هم ځمکي  او کورونه لري ، چي غټ کلي ئي ملرغي  نوميږي  نيازي  د پاکستان  د پنجاب په سيمه کي هم  ډير  شمير  او سيږي .  نيازي د تخار  ولايات  د تالقان  دمر کز او مربوطاتو کي لکه دقو لبرس په سيمه څير هم او سيږى ، خصوصآ په قو لبرس کى ډيرى ځمکى او کورونه لري .
څلورويشتم :اړوکی:
دوی د لغمان د الینګار په منطقه کی اوسیږی او ددوی تر څنګ خاڼی او اختیار خیلو په نامه نور پښتانه  قامونه هم پراته دی ۰
پنځه ويشتم : الکوزي (الکوځي):
الکوزي دپښتنو يوه تا ريخي او لر غونې قبيله ده  . دوی په لغمان کی لږی کورنی لری  مګر د افغانستان په نورو ولایاتو کی  لکه دکند هار ،اروزګان ، زابل ،هلمند ،فراه ، هرات ، بادغيس، کو نړ  ، په سهيلي پښتو نخواکې  په پاکستان ، او په جنوبی  هندوستان هم کی استوګنه لری .
 دکو نړپه  ولايت کې د الکو زيو يو ه څانګه چې د سر کا ڼيو په نا مه سره يا ديږي ددغه ولايت د سر کا ڼيو په اولسوالۍ کې استوګنه لری . مورخین لیکی : دکو نړولایت الکوزی په اصل کې د ځينو عو املو له کبله ډېر پخوا له کند ها ره څخه دغه  سيمې ته را لیږدیدلي او دلته میشته  شوي دي .  چې زياتره خلک يې د کرنې او سو داګرۍ په چارو بو خت دي او د چارتراشو سوداګري هم کوي٠
الکوزي په علم او پو هي مين ، زړور،غير تي او ميلمه پاله خلک دي.
شپږويشتم : سادات
دوی دحضرت محمد صلی الله علیه وسلم اولاده ده په لغمان کی ځای په ځای کورونه لری ، دوی ته میران او پاچایان هم وایی په لغمان کی خواجه ګان د ابو بکر صدیق  ( رض ) «حضرات »او د حضرت عمر فاروق اولاده هم شته ۰
اوه ویشتم :لطف الله خیل
دوی دلغمان ولایت د تیر ګړو خانان  او هلته د سنګ توودی ( سنگ تودو)  د قریه اوسیدونکی دی.
اته ويشتم : بابکر خيل
بابکر خیل  په اصل کی غلجي  پښتانه دی . دوی د لغمان ولایت  مرکز او د الینګار ولسوالی ، خان کلا، سه صده او هر مل کی استوګنه لری . بابکر  د سیمی مشهور خانان دی .
بابکر خیل  يو شمير خلک  د کابل او ننګر هار تر مينځ د سرو بي و لسوالۍ په جګد لک او تيز ين کې هم استو ګنه لري٠ دغه راز د کابل د خاک جبار  د خورد کا بل په سيمه کې هم يو شمير با بکر خيل ميشته دي . په دې سر بيره دکا بل د چهار اسياب په ولسولۍ کې هم يو شمير بابکر خيل استو ګنه لري٠ دلو ګر ولايت په يو شمير سيمو کې هم با بکر خيل ژوند کوي٠
بابکر خیل  په خپل وخت کی  درباری خلک ؤ .
با بکر خيل زړور، جنګيالي، ميلمه پال او په پښتو او پښتو نولۍ با ندې ټينګ مشهور خلک دي .
دوی دانګر يزانو پر خلاف ډيرې توري وهلي او ډيرې ميړانې يې ښودلي دي٠ دافغان او انګرېز تر مينځ په لو مړۍ جګړه کې غا زي محمد شا ه خا ن غلجی چې په اصل کې د لغمان د بديع اباد د با بکر خيلو له مشر انو نه و د  ١٨٤١ ميلا دي کال د نو امبر په ٢٨ مه نيټه چې د ١٢٥٧ هجري کال د شوال دميا شتې دديا رلسمې نيټې سره سمون خوري د غازي مير مسجدي خان او غا زي سر دار محمد اکبر خان په ملګر تيا دنوروملي مبا رزينو په ګډون سره يوځای  شول ،څو د انګر يز انو په مقا بل کې  دملي پا څون ليکي نورې هم پياوړي کړي چې په پای کې د خلکو د پا څون په بر کت د انګر يز انو ير غلګر ځو اکو نه دې ته اړ شول چې د ١٨٤٢ کال د  جنورۍ په ٦ مه نيټه کا بل خو شي کړي او وتښتي٠
نه ويشتم :نورستاني
په لغمان کی ددوی کورونه شته  خو د لغمان شمال ته د نور ستان سیمه یوه لویه  ولسوالی ده چه اکثره یی په  ځانګری ژبه غږیږی ( سانسکريت ) ، دوی د امیر عبدالرحمن په زمانه کی تابع او مسلمان شویدی د امیر حبیب الله خان په دوره کي ددوي ډيري ښځي او نجوني دوينځو په توګه  دهغه دربار کښى  خدمتونه کول .چي د امیر امان الله خان په  دوره کي آازادی کړل شوی ،
د نورستان  دخلکو بچیان د امیر عبدالرحمن  خان په دوره کی  دربار ته لاره پیدا کړه چه په دی اثر ډیر پاخه او پوره خلک پکی وروزل شول چه بیا ورسته د افغانستان  په اجتماعی ، ساختمانی  سیاست او ازادی  په ساحه کی لوی رول  درلود ،  امیر حبيب الله  په لغمان کی د قلع السراج تعمیر او باغ  اباد کړ ،  دا ځای په ژمی کی د امير حبيب الله ژمنى پلازمينه و چى  د بچی سقاو په وخت کی دا دملت په پیسو اباد شوی تعمیر  وران او ویجاړ کړ شو ، امیر حبیب الله خان به د لغمان په کله گوش کی هم  میلی چړچی او شکار کولو چه اخر هم هلته د شپی له خوا په خیمه کی د یو نامعلوم شخص له خوا  وویشتل شو دده د مرګ څخه وروسته دده ځوی امیر امان الله خان باچا شو ۰
 
ديرشم : درگي  :
دوی دلغمان ولایت په شمال شرق  د شمنګل په قریه  او د درګو د اوبو له پاسه کلو کی اوسیږی او کوچیان هم لری ۰
درګی  ميلمه پال او په پښتو او پښتو نولۍ با ندې ټينګ مشهور خلک دي .
يو ديرشم :على خيل :
دوی د لغمان  ولايت په شمال  شرق دشمنگل او صابره ډوپی کلي کی  اوسیږی او څه کورونه یی په کابل کی هم شته.
علی  په میله پالانه کی مشهور خلک دی .
دوديرشم : ابراهيم خيل:
مورخین لیکی : چی  ابراهیم  خیل د غلجيو پښتنو د ټو لنيز ګروپ او په هغې پورې اړونده قبيلې سليمان خيلو څخه دی . دابراهيم خیل قبیلی  خلک د افغا نستان په ډېرو ولا يتو نو او له هغې جملې نه دکابل ولايت دپغمان په ولسوالۍ کی ،دميدان او وردګو دولايت دميدان ښار دابراهيم خيلو په سیمه کی ، دپکتيا ولايت د مرکز دګردېز ښار په سهيلي بر خه،دلوګر ولايت په بیلا بیلو ولسواليو کی ،دلغمان ولايت د قر غيو په ولسوالۍ مندروړ دهغه ولسوالی په  شاو خوا کلو کی  میشته دی ۰
  او همدغسی دابراهیم خیلی د قبیلی  يو شمير  خلک  دافغا نستان دبلخ ، کندز  غزني ،زابل او بکتيکا  په ولايتونو کې استوګنه لری .
ددغې  قبیلی یو شمیر خلک د کرنې او ما لدارۍ په چا رو بوخت دي او ځينې خلک يې د سوداګرۍ او راکړې ور کړې کا رونه ترسره کوي ٠ددغې قبيلې يو شمير په دولتي چارو بوخت دي٠ ابراهيم خيل میلمه  پال پښتانه دي ،ددوی حجرې هر وخت د میلمنو پر مخ پرانیستلی  وي٠دوی دعلم او ښوونې او روزنې سره ډېره  مینه او محبت لری .
دري ديرشم : محمد خيل:
د دی قوم اکثر خلک  د لغمان  په ولایت کی هستوګنه لری  دوی ميلمه پال او په پښتو او پښتو نولۍ  بندی مین خلک دی .
څلور ديرشم : خيرو خيل:
ددی قوم اکثر خلک دلغمان د ولایت د مندروړ په جنوبی ساحو کی پراته دی ۰
پنځه ديرشم : قولان:
دوی لکه د کوچیانو په شان  کابل او مشرقی او په خاصه توګه کابل ، لغمان ته تګ راتګ کوی . قولان زيا تره د سو داګرۍ او دتجارت  په چا رو کی  بو خت دي  . قولان  اوس یی په کابل کی ډیر کورونه او تجارتونه پیدا کړی دی ۰ دوی ميلمه پالو نکي اووطنپالونکی خلک دي٠ 
شپږ ديرشم :حسين خيل :
حسين خيل په غلجيو پښتنو کې يوه نا متو قبيله ده٠ ددغې قبيلې خلک دلغمان ولايت مر کز مهتر لام ته نږدې  په يو شمير کليو په تيره بيادده زيارت په کلي او يو شمير يې د کا بل د بګر اميو د ولسوالۍد شيوه کيوپه شا او خوا سيمه کې ژوند کوي٠ د پر وان و لايت په يو شمير و لسو اليو په تيره بيا په قره باغ اومير بچه کوټ کې هم يو شمير حسين خيل او سيږي٠ همداراز دميدان او وردګو ولايت مر کز ته نږدي اوهم  د نر خ په ولسوالۍ کې يو شمير حسين  خيل غلجي ميشته دي٠ دننګر هار ولايت د چپر هار ولسوالۍ د ما ڼو په کلي کې هم يوڅو کوره حسين خيل شته چې ويل کيږي د ميدان ولايت نه ډيره موده پخوا دغې سيمې ته ليږديد لي دي
حسين خيل ميلمه پا لو نکي، په علم او پو هې مين خلک، پر مختګ غو ښتو نکي، غيرتي اوپه هيواد او خپلو اکۍ مين خلک دي٠ دوی زياتره د کر کيلې او سو داګرۍ په چارو بو خت دي٠ يو شمير خلک يې دو کا نو نه لري،ځينې حسين خيل دولتي دندې هم لري٠
 اووديرشم :اهل هنود:
دوی هم دلغمان ولایت د تیر ګړو په قریه کی ساکن دی  او هلته ځانله درمسال لری چه خپل دینی مناسک هلته اجرا کوی  دوی هم  تجارت پیشه دی او د تیرکړو په پخوانی بازار او اوس دلغمان په ولایت کی  دوکانونه لری۰
--------------------------------------------------------------
دلغمان ولایت د قامونو او ولسونو په ریښو کی زیاتی مطالعی او څیړنی ته ضرورت لری  او په اقتصادی ، جغرافیوی او تاریخی مسایلو کی یی بحث پوره ریسرج غواړی ۰
په عمومی لحاظ د لغمان په ولایت کی د قومونو مختلفی پرګنی پیدا کیږی او داسی معلومیږی چه د تاریخ په مسیر کی  په لغمان باندی ډیر مختلف  انقلابات ، تحولات او تطورات راغلی دی ، خو ددی ټولو سره سره باید ووایو چه  اوس هم دلغمان ولایت  اکثره کورونه د خټو ، پخی یا خامو خشتو کورونه دی چه بی د کومی نقشی ابادی  او په بی نظمه توګه عمومی حیات د مشکلاتو او لانجو سره مخامخ دی همدارنګه  اوس هم هلته  اکثرا د قرن اولا د دوری  رسمونه ،رواجونه او عادت جریان لری ۰
دلغمان خلک د زیات طبعی ذکاوت لرونکی دی او خاوره یی د زراعتی او تخنیکی ښه بدلون لپاره اماده ده ۰
په ډیر تاسف سره باید وویل شی چه په لغمان کی د قامونو او پرګنو د نفوسو تراکم  ، بی کاری او بی غوری زړه سوزونکی ده چه د قدرت خاوندان باید ورته جدی او خاصه پاملرنه وکړی .
ګرانو لوستونکو!
اوس په   لغمان کې ګڼ شمیر قومونه دورورولۍ  په فضا کې ژوند کوي او په بیلابیلوژبو خبرې کوي لکه: پښتا نه، تاجک،پشه یي، نورستاني،وامه یي،عرب،ګوجر، کوچيان،هندوان، سکان او نورقومونه ، هرقوم ځا نګړي رسمونه او فرهنګ لري اوپه خپله ژبه خبرې کوي ځینی بیا نورې څانګې اولهجې لري هرقوم په لس ګونو لوی او واړه نورقومونه (خیلونه) لري.
داوسنيو سر شمیرنو له مخې په سلو كې ۷۳ پښتانه، په سلو كې ۱۴ نورستاني (كه څه هم اوس نورستان مستقل ولايت دى) په سلو كې ۱۲ پشه يي (شاړي) همدارنګه نور وروڼه قومونه لكه تاجك، عرب، هندوان، ګوجر، سادات او نور ددې ولايت اوسیدونكي دي. ( ټولوونکی : امین الدین  سعیدی – سعید افغانی  )
---------------------------------------------------------------------------------------
( 1) محترم (محمد زمان کلمانی ) د پشه یی  قوم په باره کی په خپل تحقیقاتی آثر کی لیکی :
( پشه یی  ها یکی از اقوام باستانی افغانستان وباشندگان اصلی افغانستان اند که اکثراًدردامنه های جنوب سلسله کوه های هندوکوش ساکن می باشند. که در ولسوالی های اله سای ، کوهبند نجراب ، تگاب وکوهستان های ولایت کاپیسا ، در ولسوالی های الینگار، الیشنگ ، دولت شاه ، قرغه یی ومرکز ولایت لغمان ، در ولسوالی شیوه ، دره نور و مرکز ولایت ننگرهار، درولسوالی نورگــل ، ومناطق چلس ، کوڼه ګل وكوردر ولايت كنرها ، در ولسوالی های ننگراج ودوابه ولایت نورستان ، در منطقه اوزبین ولسوالی سروبی و دره پشه یی ولسوالی پغمـــــــــان ومرکزولایت کابل ، در ولسـوالی های جاغوری و مالستان ولایت غزنی ، در تگاب پشه یی ولسوالی خوست فرنگ ، در دره پشه یی قاصان ولسوالی اندراب ودر بغلان مــرکزی ولایت بغــــــلان ، در نار چمن ولایت تخار ، در شهر بزرگ ولایت بدخشان و در بعضی محلات ولایت کندز ، بلخ ، فــــــاریاب وهرات در پهلوی سایر اقوام باهم براردر کشور زیست نموده ونفوس تقریباً پنج فیصد کشور را تشکیل داده وبه زبان پشه یی تکلم مینمایند.
ازاسناد تاریخی وبه خصوص ازسرود های ریگ وید برمی آید که قبیله ویدی آریایی های بلخ قدیم از طریق دره های هندوکش به مناطق شرقی و جنوب غربی پراگنده شده و برخی از این مردم از کنار دریای کوبها (کابل) ومعاونین آن از طریق نجراب، تگاب، سروبی، ولغمان به حوزه دریای کنر رسیده واز ان جا به مناطق سواستو یعنی به نواحی دریای سوات پراگنده شده ودر ین دور و نواحی سکونت اختیار کرده اند که پشه یی های امروز برخی از این مردم است.
به استناد سرود های ریگ وید ( ۱۴۰۰ق م ) ودیگر اسناد و دلایل موثق پشه یی های امروز درآن زمان بنام الینا یاد شده و در جنگ ده قبیله آریایی آن زمان که مشهور است نام ومقام درخشنده داشته است. در نتیجه این جنگ که میان سوداس مربوط قبیله بهاراته و ویسو مترا به وقو پیوست سوداس و قبایل متخد آن پیروز گردیده وراه رفت و آمد ده قبیله آرایایی که به نام جبهه ویسو مترا نامیده میشد بطرف هند مسدود شده و در منطقه خود باقی ماندن.
از این جمله الینایی ها که پشه یی های امروزی و دیگر اقوام داردی و نورستانی شامل آن میشود به طرف شمال دریای کوبها در دره های شاداب الینگار و الیشنگ سکونت اختیار کرده و بعد به مرور زمان بنا بر کثرت نفوس و عوامل دیگر در اطراف و نواحی آن دره ها و بخشهای وسیع شمال غرب کندهارا ( وادی بین کابل و پشاور ) پراگنده و مسکن گزین گردیدند. درنامهای الینگار و الیشنگ که جای بود و باش پشه یی ها بوده و حال نیز اکثر پشه یی ها در این مناطق و اطراف آن سکونت دارند و نیز د اله سای ریشه کلمه الینا موجود بوده و الینگاردرزبان پشه یی معنی جای و خانه الینا را میدهد.)
د مقالي  نوم   :
  په لغمان کی اوسیدونکی قامونه او پرګنی
ليکوال   : مولوی داکتر محمد سعید « سعید افغانی »
ټولوونه او کمپوزګر :  الحاج امين الدين « سعيدي – سعید افغانی»
دافغان استراتیژیکو څیړنیزمرکز اودحق دلاری کلتوری ټولنی مدیر مسؤل – جرمني
خپروندي :  دحق دلاري کلتوري ټولنه  جرمني
پته  :saidafghani@hotmail.com

لیکنه اوټولوونه : 

الحاج امين الدين  «سعیدی – سعيد افغانی  »
دافغان استراتیژیکو څیړنیزمرکز
اودحق دلاری کلتوری ټولنی مدیر مسؤل – جرمني

نظرات شما

عبدالولي کلماني
ډير ښه او په زړه پورې مطلب دی.

نوشتن دیدگاه

مجلات و کتب